استاد شرف الدین عظیمی پۀ ۱۳۶۵ لمریز کال نړۍ ته سترګې پرانستې، لومړنۍ زده کړې یې د ملکه ثریا لیسه کې، منځنۍ زده کړې یې د ناصر خسرو بلخي او ثانوي زدکړې یې پۀ نادریه عالي لېسه کې پای ته رسولی.هغه یو متعهد، هوښیار او فعال زده کوونکی وه ځکه خو د ۱۳۸۴ کانکور ازموینه کې لۀ ګډون وروسته د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي ته بریالی شو او د لوړو نمرو په ترلاسته راوړلو سره پۀ لوړه درجه له نوموړي پوهنتون څخه فارغ شو.لۀ فراغت وروسته یې څۀ موده د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه، په ۱۳۸۵هجري شمسي کال د مسلکي او انګلیسي ژبې له ازموینې وروسته د د افغانستان علومو آکاډمۍ علمي غړی شو او د دوه کلو لپاره یې د ارواپوهنې پۀ برخه کې څېړنه او تحقیق وکړ. او د څېړونکي د مرستیال تر رتبې پورې ورسېد.پۀ ۱۳۹۱ هجري شمسي کال د مسلکي ازموینې او علمي سیمینار له وړاندې کولو وروسته د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګه کې استاد شو.

خپاره شوی کتابونه