۲۹ مارچ، ۲۰۲۶
د زوکړې ورځ: د ودې او مننې لپاره یو دروند تم
زما لپاره د زوکړې ورځ یوازې لمانځنه نه ده؛ دا د فکر، ځان کتنې او مننې یوه ژوره شېبه ده.

زما لپاره د زوکړې ورځ یوازې لمانځنه نه ده؛ دا د فکر، ځان کتنې او مننې یوه ژوره شېبه ده.
نن زما د زوکړې له کلیزې سره برابره ورځ وه.
د زوکړې ورځ د هر انسان لپاره ښايي د خپلو دلیلونو له مخې مهمه وي؛ خو زما لپاره تر هر څه زیات دا د ذهني درېدلو او ژور فکر فرصت دی، څو پر خپل تېر مزل بیا کتنه وکړم.
د عمر تېرېدل او د زوکړې ورځې تکرار یوازې د وخت تېرېدل نه دي؛ بلکې دا د ځان د لا ښه پېژندلو، د فکري بڼو د بیا ارزونې، او د هغو برخو د پرېښودو فرصت دی چې نور زموږ له ودې، پخېدو او ارامتیا سره مرسته نه کوي.
ما په دې ۴۰ کلونو کې زده کړي چې وده تل ارامه، ساده او د اټکل وړ نه وي. کله کله د ګډوډۍ، ماتې، یوازیتوب او حتی چوپتیا په منځ کې د انسان تر ټولو ژور بدلونونه رامنځته کېږي.
نن تر بل هر وخت ډېر د ژوند د نعمت، د تجربو، د زده کړې، د له لاسه ورکولو او بیا راپاڅېدو لپاره منندوی یم.
ای خدایه، زموږ راتلونکی له تېر څخه ښه وټاکه؛ زړونه مو روښانه کړه، ګامونه مو ثابت کړه، او د ژوند لار مو له خیر، مانا او برکته ډکه کړه.