۲۰ جنوري، ۲۰۲۶
د Yes to Life پیغام افغانانو ته ولې حیاتي دی؟
دا پیغام وايي درد شته، ستونزې شته، خو ستا ځواب بیا هم ستا په واک کې دی؛ او همدا د افغان انسان لپاره ډېر مهم دی.

دا پیغام وايي درد شته، ستونزې شته، خو ستا ځواب بیا هم ستا په واک کې دی؛ او همدا د افغان انسان لپاره ډېر مهم دی.
افغانان له کلونو راهیسې له جګړې، بېوزلۍ، کډوالۍ، بېثباتۍ، ټولنیزو ناخوالو او پرلهپسې ټروماګانو (اروايي ټپونو) سره ژوند کوي. په دې وضعیت کې ډېرو وګړو نه یوازې خپلوان او د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، بلکې هیله، راتلونکی او د ژوند مانا یې هم ورکه شوې ده.
په داسې یوه ټولنه کې د فرانکل، او یا د دې کتاب پیغام، په څو ټکو کې دا دی: خلکو ته نه وايي چې «مثبت فکر وکړئ»، او نه دا وايي چې «دا هر څه نعمت وو او دنیا ګلګلزار ده». برعکس، په صداقت وايي: دردونه شته، ستونزې شته، او ښايي ختمې نه شي؛ خو ستا ځواب لا هم ستا په واک کې دی.
دا خبره افغان انسان ته دا پیغام لري چې انسان یوازې د تاریخ او سیاست قرباني نه دی. حتی په سختو شرایطو کې هم کولی شي انساني، اخلاقي او مسؤلانه دریځ ولري؛ مانا په عزت سره ژوندۍ وساتي، د اولاد په سمه روزنه کې، د بل انسان په لاسنیوي کې، یا آن یوازې په زغملو کې مانا ولټوي او پیدا یې کړي.
دا کتاب ولولئ، او که ګټور و، نورو ملګرو ته یې هم ورکړئ.
ځینې کتابونه یوازې د لوستلو لپاره نه وي؛ ځینې کتابونه د ولاړېدو او روانېدو لپاره وي.
متن راکم کړئ