شایعه او پر انساني اروا یې منفي اغېزې
منی ۲۰۱۷ - ۵ دقیقې مطالعه
شایعه د رواني جګړې له تر ټولو خطرناکو وسیلو څخه ده چې د سیاست په ګډون د انساني ژوند په بېلابېلو برخو کې اغېز لري.
په افغانستان کې د سیاسي بېثباتۍ، جګړو، اداري فساد او اقتصادي ستونزو له امله شایعات په چټکۍ سره خپرېږي او د خلکو پر رواني روغتیا ژور منفي اثر کوي.
شایعات په ټولنه کې د وېرې، ډار، بېباورۍ او ناامنۍ احساس زیاتوي او له دې سره ټولنیزې اړیکې کمزورې کوي او ذهني فشارونه ډېروي.
دا پدیده عموماً د معلوماتو د ناسم لېږد او د واقعیتونو د تحریف پایله وي چې په پای کې د ټولنې ثبات او پرمختګ زیانمنوي.
مقاله وړاندیز کوي چې د دقیقو او باوري معلوماتو خپرول، د عامه پوهاوي لوړول او د رسنیو مسؤلانه چلند د دې ستونزې د مهار بنسټیزې لارې دي.
ماخذ: شایعه او پر انساني اروا یې منفي اغېزې. (۱۳۹۶). د بغلان پوهنتون علمي-څېړنیزه مجله، پنځم کال، لسمه ګڼه، منی، ۱۵۷ مخ.
خپور شوی په
دا مقاله په لاندې ژورنال او کتابي مراجعو کې شتون لري.

دا مقاله د لاندې ژورنال او کتابي سرچینو کې شتون لري. 1

دا مقاله د لاندې ژورنال او کتابي سرچینو کې شتون لري. 2