د ماشوم په عاطفي وده کې د کيسې ویلو ونډه
اوړی ۲۰۱۷ - ۶ دقیقې مطالعه
کیسه او داستان د ادبیاتو له مهمو برخو څخه دي چې نه یوازې د ساعتتېرۍ ارزښت لري، بلکې د ماشوم پر رواني، ادراکي او عاطفي ودې ژور اغېز هم کوي.
دا څېړنه د توصیفي–تحلیلي میتود پر بنسټ د معتبرو علمي سرچینو او ارواپوهنیزو نظریاتو په رڼا کې د ماشوم په احساساتي، ټولنیز او ذهني پرمختګ کې د کیسې رول څېړي.
موندنې څرګندوي چې ماشومان د کیسو له لارې خپل احساسات پېژني، د نورو عواطف درک کوي او د همدردۍ مهارتونه ترلاسه کوي.
کیسې ماشوم ته یو خوندي رواني چاپېریال برابروي چې پکې وکولی شي خپلې وېرې، اندېښنې او داخلي تجربې په غیر مستقیم ډول مدیریت کړي.
د کیسې ویلو دوامداره لړۍ د اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د ژبنیو مهارتونو وده، د تخیل پراختیا او د ټولنیزو اړیکو ښهوالي کې مهمه ونډه لري.
پایله دا ده چې کیسه د ماشوم د شخصیت په رغولو کې مرسته کوي او کورنۍ او تعلیمي بنسټونه باید ترې په منظم ډول ګټه واخلي.
ماخذ: د ماشوم په عاطفي وده کې د کیسې ونډه. (۱۳۹۶). د بغلان پوهنتون علمي-څېړنیزه مجله، پنځم کال، نهمه ګڼه، اوړی، ۱۸۶ مخ.
خپور شوی په
دا مقاله په لاندې ژورنال او کتابي مراجعو کې شتون لري.

دا مقاله د لاندې ژورنال او کتابي سرچینو کې شتون لري. 1

دا مقاله د لاندې ژورنال او کتابي سرچینو کې شتون لري. 2